IQNA

 د قرآن حافظه انا؛ د کربلا د « عمید جایزې » سیالیو مېلمه

6:35 - February 25, 2026
د خبر لمبر: 3492507
ایکنا - د «  عمید  جایزه» په نامې سره  د کربلا د قرآن د دریمې نړیوالې سیالۍ  پنځمه برخه د «شکریه رهیو» کوربه وه؛ هغه مېرمن چې په ۷۱ کلنۍ کې ئې د قرآن کریم بشپړ حفظ ترسره کړی دی.

د ایکنا د راپور له مخې چې د الکفیل له قوله خپور شوی، دغه سیالۍ د عباسي سپېڅلي آستان د قرآن کریم د علمي مجمع له خوا او د ۲۰ عربي او غیر عربي هېوادونو د قاریانو په ګډون ترسره شوې دي. د د عمید جایزې په نامې سره د دریم پړاؤ نړیوالو سیالیو پنځمه برخه د ایران، الجزایر او انډونیشیا د درو ګډونوالو شاهده وه.

د نړیوالو قاریانو یوه کمېټې چې شیخ محمد بَسیوني له مصر، باسم العابدي او مشتاق العلي له عراق، شیخ محمد عصفور له مصر، سید حسنین الحلو له عراق او سید کریم موسوي له ایران څخه پکې شامل دي، پر دغو سیالیو څارنه کوي.

د دې پروګرام په پنځمې برخې کې د لویانو په کټه‌ګورۍ کې محسن قاسمي له ایران، مصطفی جدید له الجزایر، او د ځوانانو په ډلې کې محمد اقبال له انډونیشیا څخه ګډون او سیالي وکړه.

دغه برخه همدارنګه د قرآن حافظې «شکریه رهیو» کوربه وه، چې په ۷۱ کلنۍ کې ئې یو نوی معنوي سفر پیل کړ او د زیات عمر او د ژوند له ستونزو سره سره ئې د قرآن کریم په حفظ کولو

آماده//بانوی موفق قرآنی؛ مهمان مسابقات «جایزه عمید» کربلا بریا ترلاسه کړه.

هغې د خپل مېړه او وروڼو له شهادته وروسته کلونه کلونه له کړاو او سختیو سره تېر کړل او د خپلې لور د روزنې ستر مسؤلیت ئې پر غاړه واخیست. هغې د ستونزو پر وړاندې په صبر او کلکې ارادې مقاومت وکړ.

شکریه رهیو  اوس هم په پیاوړي ایمان او کلکې ارادې سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، څو ثابته کړي چې د هیلو ترلاسه کول په عمر پورې محدود نه دي، بلکې اراده کولای شي د ټولو ننګونو او سختیو سره سره هیله او رڼا وزېږوي.

https://iqna.ir/fa/news/4336520

captcha